د افغان خبریالانو سره د ملاتړ په اړه معلومات

Frequently Asked Questions

پاملرنه:

 

لاهم د 2022 کال په جولای کې او تر دی وروسته به هم، د RSF مرستې غوښتنلیک فارم آفلاین وی. دا ځکه چې د آلمان د بشردوستانه داخلې پروګرام ("Bundesaufnahmeprogramm für Afghanistan (BAP)") لا تر اوسه په بشپړه توګه کار نه کوي او انفرادي غوښتنلیکونه نه مني.

اوس مهال، په افغانستان کې د خطر سره مخ خلکو لپاره د معلوماتو او مشورې مرکزي دفتر وجود نلری چې د آلمان دولت د انتقال پروګرام په اړه انفرادي معلومات وړاندی کړي. د دې تشې له امله، د RSF د مرستې غوښتنلیک فورمه د ټولو هغو کسانو لپاره چې په افغانستان کې د خطر سره مخ دي د یوې حل لارې په توګه کارول کیده چې هڅه وکړي او ځانونه راجستر کړي، په دې هیله چې د دوی قضیې به د آلمان د بشردوستانه انتقال پروګرام ته واستول شي. RSF کولی شي یوازې د خطر سره مخامخ  خبریالانو او د رسنیو کارمندانو څخه د مرستې غوښتنې ومني.

زموږ د کوچني ټیم لپاره، دا یو لوی کار دی چې د ژورنالیستانو (مشروع) غوښتنې د نورو له غوښتنو څخه فلټر کړئ چې ممکن مرستې ته اړتیا ولري مګر د رسنیو د حقونو نادولتي موسسی په توګه زموږ تر مسؤلیت لاندې نه راځي.

موږ کوشش کوو چې ژر تر ژره وروسته له دې چې د انتقال برنامه د خطر سره مخ ټولو افغانانو لپاره نوې مشورې او د راجسټریشن د حل لاری وړاندې کړی، خپل فورمه بیرته انلاین کړو. خو دا به ممکن څو میاشتې نور وخت ونیسي. مهرباني وکړئ دا ویب پاڼه په منظمه توګه د نوي تازه معلوماتو او FAQs لپاره وګورئ.

که تاسو دمخه موږ ته د مرستې غوښتنې فارم له لارې معلومات لیږلي وي، اندیښنه مه کوئ، ستاسو معلومات خوندي شوي او د قضیې مدیر ستاسو قضیه گوری او د اړتیا په صورت کې به تاسو سره اړیکه ونیسي.

 

بې سرحده خبریالان (RSF) د افغان خبریالانو خوندیتوب او هوساینې ته ژمن دی. زموږ اداره په افغانستان او بهر کې د خپلواکو رسنیو د پایښت ملاتړ لپاره کار کوي. موږ دا پاڼه د دې لپاره جوړه کړې چېپه ستونزو کې افغان ژورنالیستانو ته د پروګرامونو په اړه تازه معلومات او د مرستې فرصتونه وړاندې کړو.

له بده مرغه، د افغان خبریالانو اړتیا د نړیوالو مرستندویه پروګرامونو څخه ډیره ده. د افغانانو لپاره د آلمان د حکومت د بشري مرستو د نوي پروګرام (HAPA) په اړه د پوښتنو لپاره لاندې وګورئ.

  • مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې RSF په اصل کې یو سازمان دی چې د مطبوعاتو د ازادۍ دفاع کوي.
  • RSF د بشردوستانه مرستو موسسه نه ده.
  • زموږ په اختیار کې د محدود شمیر سرچینو له امله، زموږ بیړنۍ مرستې هغه خبریالانو ته لومړیتوب ورکوی چې د راپور ورکولو له امله په سمدستي خطر کې وي.

مهرباني وکړئ زموږ د آنلاین مرستې غوښتنلیک فورمه ډکه کړئ (LINK) نو موږ کولی شو ارزونه وکړو چې آیا تاسو د RSFد مرستې لپاره وړ یاست که نه. له دی نه مخکی، مهرباني وکړئ دلته چمتو شوي معلومات په دقت سره ولولئ. مهرباني وکړئ دا FAQ په منظم ډول وګورئ ترڅو وګورئ چې نوي معلومات شتون لري که نه.

موږ خواشینۍ یو چې د افغانستان څخه د مرستې لپاره د ډیرو غوښتنو له امله، موږ نشو کولی انفرادي مشوری ورکړو.

  • پوښتنو ته به د بریښنالیک، تلیفون، ټولنیزو رسنیو چینلونو یا میسینجر له لارې ځواب نه ورکول کیږي.
  • هغه غوښتنې یا اسناد چې تاسو RSF ته د بریښنالیک له لاری استوی نه پروسس کیږي.

په افغانستان کې د 15 اګست 2021 راهیسی د RSF د فعالیتونو په اړه د نورو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ لاندې لینک ته مراجعه وکړئ.

https://rsf.org/en/rsf-helps-evacuate-202-afghan-journalists-takes-152-support-measures 

مهرباني وکړئ د RSF د افغانستان لپاره چمتو کری ډیجیټل پاملرنې لارښود ته یو نظر وکری، کوم چې ستاسو د ډیجیټل اړیکو، وسایلو او معلوماتو د ساتنې څرنګوالي په اړه ګټورې او عملي لارښوونې وړاندې کوي:

https://helpdesk.rsf.org/digital-security-guide/afghanistan-digital-care-guide/

FAQ last updated on: February 17th, 2023

FAQ: له افغان خبریالانو سره د RSF مرسته

Frequently Asked Questions

RSF کولی شي ژورنالیستانو ته مختلف ډوله مرستې وړاندې کړي

په بل عبارت، موږ کولای شو د ژورنالیزم شالید او هغه ځانګړي خطرونه مستند کړو چې دوی یې د دوی د رسنیو د کار له امله له خطر سره مخ کړي دي. کله چې د دوی فعالیتونه مستند شي، ممکن دغه ژورنالیستان د RSF لنډ مهاله بیړني مرستې ځانګړي ډول ترلاسه کړي. (د بیلګې په توګه مالي مرسته، اداري ملاتړ).RSF هم کولی شي تاسو نورو مناسبو نړیوالو د مرستی پروګرامونو ته راجع کړي.

 

RSF د تایید شوی قضیو لپاره څه کولی شي:

  • رسمي خدمتونه: RSF کولی شي ستاسو لپاره د ملاتړ لیکونه چمتو کړي چې ستاسو ژورنالیستیکي شالید او امنیتي ګواښونه/ستونزې لنډیز کړي چې ستاسو د رسنیو کار له امله تاسو له خطر سره مخ کړي.
  • مالي خدمتونه: RSF کولی شي د هغو خبریالانو لپاره لنډ مهاله مالي مرستې چمتو کړي چې په تیرو شپږو میاشتو کې یې خپل هیواد پریښی دی.
  • تضمین شوي خدمتونه: RSF کولی شي تایید شوی قضیې د افغانانو لپاره د آلمان حکومت د بشري داخلې پروګرام (HAPA) ته راجع کړي، که چیرې د دوی پروفایل د پروګرام معیارونه پوره کړي. مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې تر دی دمه پوری دغه پروگرام داخلې نه مني.

 

هغه څه چې RSF نشي کولی:

  • RSF یوه غیر دولتي موسسه ده او له همدی امله، دا د خلکو د انتقال یا ویزې ورکولو واک نلري. یوازې حکومت د ویزو د صادرولو صلاحیت لري.
  • RSF نشي کولی د هغو ژورنالیستانو سره مالي مرسته وکړي چې لاهم په افغانستان کې دي.
  • RSF یوه مرستندویه موسسه نه ده او نه شي کولی د هغو ستونزو د کمولو لپاره اوږد مهاله مرسته وکړي چې افغان خبریالان د دندو د نشتوالي، په ګاونډیو هیوادونو کې د ناامنه وضعیت او عمومي امنیتي اندیښنو له امله ورسره مخ دي.

RSF د خپلواکو ژورنالیستانو ملاتړ کوي او له همدې امله نشي کولی د هغو ژورنالیستانو ملاتړ وکړي چې د حکومت د ویاند په توګه کار کوي یا کومې رسنۍ چې په سیاسي یا وسله وال سازمان پورې تړاو لري.RSF پر هغو ژورنالیستانو تمرکز کوي چې د خبرونو او سیاسی خپرونو په بخش کی کار کوی، او له همدې امله موږ عموما هغه ژورنالیستان نه شو شاملولی چې په کلتوري، سپورتونو او تفریحي پروګرامونو کې کار کوي مگم دا چې دوی په دې ډول پروګرامونو کی د کار کولو له امله او د لویو ټولنیزو یا سیاسي اندیښنو په نښه کولو له امله په خطر کې اچول سوی دی او دا چی دوی یی ثابت کرای شی.

RSF یوازې د هغو رسنیو کارکونکو ملاتړ کوي چې د دوی د خبري غونډو فعالیتونو له امله مستقیم ګواښ لاندې وي. دا پدې مانا ده چې له بده مرغه RSF نشي کولی د اداري او مالي کارمندانو، تخنیکي کارمندانو سره مرسته وکړي (تخنیکي کارکونکي عبارت دی له  د سټوډیو کیمره مینان، غږ، ویډیو ایډیټوران)، د ډوبلی هنرمندان، میک اپ هنرمندان، همچنان مگم دا چی دوی عموما د رسنیو همکار په توګه معرفي شوي وي او د دې عمل له امله په شخصي توګه په خطر کې دي.

کله چې د RSF مرستې غوښتنلیک فورمه ډکه کړئ، افغان ژورنالیستان باید ټولو پوښتنو ته ځواب ووایي چې د لازمي په توګه نښه شوي ترڅو زموږ ټیم وکولی شي د دوی مسلکي شالید او اوسني خطر حالت ښه پوره ارزونه وکړي.

 

دا اړینه ده:

  • ستاسو د ژورنالیستیکی کار تاریخ په اړه مفصل معلومات
  • ستاسو د رسنیو د کار مثالونه، هر یو د لنډ وضاحت سره چې دا راپورونه یا مسلې تاسو څنګه افشا کړي دي
  • د اړیکو معلومات او د رسنیو متخصصینو نومونه چې ستاسو ژورنالیستیکي شالید سره بلد دي او ستاسو د اوسني خطر حالت څخه خبر دي
  • د هغه ګواښونو په اړه بشپړ معلومات چې تاسو ورسره مخ یاست (د نیټې، موقعیت، او نور جزیاتو په شمول)
  • کاري قراردادونه، مطبوعاتي کارتونه، تعلیمي سندونه او نور اسناد ستاسو د ژورنالیستیکي مسلکي فعالیت په اړه
  • د ملاتړ انفرادي لیکونه (مهرباني وکړئ په یاد ولرئ: په افغانستان کې د رسنیو د وضعیت په اړه یو عمومي لیک او یوازې ستاسو نوم سره بدون له ستاسو د انفرادي کار د تاریخ او جزیاتو سره به په پام کې ونه نیول شي)
  • ستاسو شخصي ID کارت

 

دا اړینه نه ده:

  • پدې مرحله کې ستاسو د کورنۍ د غړو هیڅ ډول پیژندنه یا شخصي معلومات باید ونه لیږل شي.

 

دا فورمه یوازې یوه وسیله ده چې ستاسو مسلکي شالید او اړوند خطر عوامل ارزونه وکړي. که چیرې RSF تایید کړي چې هغه معلومات چې تاسو یې چمتو کړئ ممکن تاسو د RSF ملاتړ لپاره وړ یا د ځانګړو حکومتي پروګرامونو لپاره وړ وبولی، تاسو به مناسبو چینلونو ته راجع شي.

مهرباني وکړئ په یاد ولرئ: یوه عامه بیانیه چې په افغانستان کې د ژورنالیستانو سره اوسنی وضعیت خراب دی ستاسو د غوښتنې پلي کولو لپاره کافي نه دی. د دې لپاره چې د RSF مرستې لپاره وړ اوسئ، ستاسو خطر باید په واضح ډول ستاسو د ژورنالیستیکي کار سره تړاو ولري. ستاسو مفصل ځوابونه موږ ته دا توان راکوي چې څیړنې ترسره کړو ترڅو معلومه

کړو چې آیا RSF ستاسو سره مرسته کولی شي که یه. ستاسو ټول اسنادونه به زموږ د ټیم لخوا چې د افغان رسنیو په اړه بشپړ معلومات لري په دقت سره وڅیړل شي.

RSF د ځای په ځای کولو مرستې وړاندیز نه کوي، مګر کولی شي د ملاتړ لیکونه صادر کړي چې ستاسو ژورنالیستیک شالید او هغه امنیتي ګواښونه/ستونزې چې تاسو ورسره مخامخ یاست (د نورو معلوماتو لپاره پورته وګورئ چې RSF وړاندیز کولی شي وګورئ). موږ ممکن د شرایطو وړ قضیې ځانګړي حکومتي پروګرامونو ته راجع کړو.

له بده مرغه، د افغانانو لپاره د آلمان د حکومت د بشري مرستو پروګرام (HAPA) د هغو ژورنالیستانو لپاره خلاص نه دی چې اوس مهال له افغانستان څخه بهر ژوند کوي (د معیارونو په اړه د نورو معلوماتو لپاره لاندې وګورئ). د آلمان سفارتونه د خطر سره مخامخ ژورنالیستانو ته چې مخکې یې د آلمان د بهرنیو چارو له وزارت څخه د ویزې تصویب نه وي ترلاسه کړی د ملاقات یا ویزې نه ورکوي.

RSF د آلمان د اړوندو چارواکو ملاتړ ته دوام ورکوي ترڅو دا پروګرام تنظیم کړي ترڅو د خطر سره مخ افغان ژورنالیستانو واقعیتونو او حقیقي اړتیاو سره ښه سمون ومومي.

موږ په هیڅ صورت د دی وړاندیز نه کوو چې خلک دې ځان افغانستان ته د بیرته ستنیدو په خطر کې واچوي ترڅو د خورا ستونزمن پروسې ته د غوښتنه لپاره غیر متوقع پایلو سره مخامخ شی.

مهرباني وکړئ د امکان تر حده د RSF مرستې غوښتنلیک فارم کې اړین معلومات بشپړ کړئ ترڅو موږ وګورو چې ایا تاسو د نورو ډولونو مرستې لپاره وړ یاست.

متاسفانه نه

د بورسونو لپاره یو سخت شرط "د سکالرشپ له دورې وروسته اصلي هیواد ته د راستنیدو وړتیا او لیوالتیا" ده. دا شرط د افغان ژورنالیستانو په قضیه کې پلي کول خورا ستونزمن دي، نو د آلمان چارواکي نشي کولی په لنډمهاله پروګرام کې د ګډون لپاره اړین ویزې ورکړي.

بله هو.

 

که تاسو دمخه د RSF سره خلاص قضیه لرئ، یعنې تاسو د RSF پوښتنلیک ډک کړی، زموږ همکاران به هغه معلومات تایید کړي چې تاسو موږ ته چمتو کړي. په هرصورت، موږ باید له تاسو څخه هم وغواړو چې خپل معلومات د RSF د آنلاین مرستې غوښتنې فارم (rsf-assistance.org/form/rsfafg) له لارې بشپړ کړئ ترڅو موږ وکولی شو د نوي آنلاین سیسټم له لارې تاسو سره د مطمینه اړیکه ونیسو.

زموږ ډیری کارکونکي او د ټیم غړي د مختلفو چینلونو له لارې ورته غوښتنې ترلاسه کوي. د آنلاین سیسټم له لارې ستاسو د قضیې مسؤول همکار سره اړیکه دا اطمینانی کوی چې ستاسو قضیه زموږ د مختلفو نړیوالو دفترونو ترمنځ ورک نه سی. د آنلاین سیسټم کارول موږ ته اجازه راکوي چې ستاسو حساس معلومات او اسناد د بریښنالیک په پرتله ډیر خوندي پروسس کړو.

بله هو.

 

که تاسو موږ ته له افغانستان څخه د ځای په ځای کولو په اړه یو ناغوښتل شوی بریښنالیک رالیږلی وي، ستاسو د مرستې غوښتنه د منلو وړ ځای پرځای کولو پلانونو یا مرستې او محدود تنظیمي سرچینو د نشتوالي له امله نه ده پروسس شوې. مهرباني وکړئ د RSF د مرستې غوښتنې فورمه وکاروئ (https://rsf-assistance.org/form/rsfafg) ترڅو ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو د مرستې غوښتنې د پروسس کولو لپاره ټول اړین او اوسني معلومات چمتو کړي دي.

موږ به د ژورنالیست د اوسني خطر وضعیت پراساس غوښتنلیکونه و ارزوو. په دې اساس، ټول غوښتنلیکونه به په مساوي توګه ارزول کیږي، مهمه نه ده چې تاسو دمخه په 2021 کې موږ سره اړیکه نیولې یا د نوي ګواښونو له امله چې تاسو ورسره مخ یاست.

مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې ستاسو د قضیې بیاکتنې لپاره ممکن څو اونۍ وخت ونیسي ځکه چې یا د غوښتنلیکونو حجم لوړ وي یا هم د معلوماتو تصدیق کول کله کله ستونزمن کار وي. مهرباني وکړئ پدې وخت کې د RSF د مرستې غوښتنې فارم له لارې نوې قضیه مه خلاصوئ ځکه چې دا به نور هم ستاسو د قضیی پروسس اوږده کړی. موږ به ژر تر ژره له تاسو سره اړیکه ونیسو کله چې ستاسو غوښتنه بیاکتنه کیږي او سپارل شوي معلومات تایید شي.

 

که تاسو زموږ سره د شریکولو لپاره خبرونه یا معلومات لرئ (د بیلګې په توګه، بل هیواد ته مو کده کری، نوي ګواښونه، د نیولو راپورونه، او نور)، تاسو کولی شئ دا نوي بدلونونو د آنلاین سیسټم له لارې په غوښتل شوي فایل کې خپل حالت اپدیت کړئ. که نه، مهرباني وکړئ د یو مسؤل کس انتظار وکړئ چې تاسو سره اړیکه ونیسي.

مهرباني وکړئ پوه شئ چې RSF نشي کولی د بریښنالیک ، چټ یا تلیفون له لارې ستاسو سره مشوره وکړي. د دې آنلاین فورمې کارول تضمین کوي ​​​​چې ستاسو معلومات به یو مسؤل کس ته په خوندي ډول ورسیږي. د RSF نړیوال مختلف دفترونو او څانګو سره اړیکه نیول به تاسو بیرته دا آنلاین سیسټم ته راولی او لارښونه وکړي.

که ستاسو د کیس حالت "نامکمل" په نښه شوی وي، دا پدې مانا ده چې زموږ د بیاکتنې پروسې دا معلومه کړې چې ستاسو کیس دلاندی ټکو څخه یو لرئ

 

  1. ستاسو د ژورنالیستی فعالیتونه د تصدیق کولو لپاره ناکافي معلومات چمتو شوي، یا؛
  2. د خبرونو راټولولو فعالیتونو له امله ستاسو د اوسني خطر حالت تصدیق کولو لپاره کافي اسناد ندي چمتو شوي.

 

تاسو به ډیر ژر یو پیغام ترلاسه کړئ چې له تاسو څخه به وغواړئ چې خپل درخواست باندی بیاکتنه وکړئ یا د اړوند ژورنالیستیکي او/یا ګواښ فعالیتونو اضافي شواهد چمتو کړئ.

مهرباني وکړئ پورتهبخش په دقت سره وګورئ ترڅو وګورئ چې کوم ډول معلوماتو ته اړتیا ده:

زه د RSF مرستې لپاره وړ کیدو لپاره کوم ډول سندونو ته اړتیا لرم؟

د 2022 کال د نومبر په لومړیو کې، RSF پریکړه کړې چې د نوي غوښتنلیکونو لپاره په موقت ډول د مرستې غوښتنې فورمه آفلاین کړی تر هغه چې د آلمان د حکومت لخوا د آلمان د بشردوستانه مرستی او انتقال پروګرام په اړه نور معلومات خپاره شوي نه وي او د مدني ټولنې د همغږۍ دفتر په بشپړه توګه کار شروع کری نه وی.

اضافي معلومات: د RSF آنلاین پاڼه د آلمان د دولت د بشردوستانه پروګرام  لپاره د مستقیم نوم لیکنی پاڼه نه ده. له بده مرغه، د لاسرسي د نورو وسیلو د نشتوالي له امله، په افغانستان کې زرګونه خلک هڅه کوي چې د RSF د مرستې غوښتنې فورمې له لارې نوم لیکنه وکړي، موږ مجبور یو چې د اوس لپاره زموږ آنلاین پاڼه بنده کړو. موږ په دې اړه یو مطبوعاتي بیان په 04.11.2022 کې خپور کړ [یوازې په آلمانی ژبه باندی شتون لري https://www.reporter-ohne-grenzen.de/afghanistan/alle-meldungen/meldung/regierung-verursacht-kommunikationschaos].

پدې موده کې به نوي غوښتنلیکونه ونه منل شي. اما، کهچیری تاسو مخکې له مخکی ثبت کړی وي، تاسو کولی شئ د اسنادو سپارلو یا معلوماتو بدلولو ته دوام ورکړئ.

مهرباني وکړئ صبر وکړئ:

  • د آلمان د بشردوستانه پروګرام لپاره ثبت نام لا تر اوسه هم نه دی پیل شوی.
  • پدې وخت کې هیڅ غوښتنه نشي لیږل کیدی.
  • د آلمان د انتقال پروګرام د چټک انتقال پروګرام نه دی، نو بیړی او عجله ته اړتیا نشته. دا پروسه به څو میاشتې تر څو کلونون پوری وخت ونیسي.

نه

د آلمان د حکومت له خوا د ۲۰۲۲ کال د اکټوبر په ۱۷ د افغان بشري حقونو د مدافعینو او زیانمنونکو ډلو لپاره د آلمان د بشري مرستو یو نوی پروګرام اعلان شو، خو تر اوسه په رسمی توگهغوښتنلیکونو نه منی– تمه کیږي چې دا پروګرام به تر ۲۰۲۵ کال پورې پلي شي.

مهرباني وکړئ په یاد ولرئ: HAPA د عاجل انتقال برنامه نه ده او د آلمان حکومت ممکن د غوښتنلیکونو د پروسس کولو لپاره له څو میاشتو څخه تر دریو کلونو پوری وخت ونیسي.

HAPA ته انفرادي مستقیم غوښتنلیکونه اوس مهال نه منل کیږي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره، تاسو کولی شئ د دولت لاندې ویب پاڼې ته لاړ شئ چې په آلمانيانګلیسي او فارسي ژبو باندی دي.

 

د آلمان د فدرالي حکومت د بشري مرستو پروګرام لا تر اوسه په رسمي توګه نه دی پیل شوی. مستقیم انفرادي غوښتنلیکونه امکان نلري.

هغه کسان چې اوس د بشردوستانه ویزې ترلاسه کوي په ډیر احتمال سره ددوی قضیی د آلمان چارواکو ته د آلمان د فدرالي بشردوستانی داخلې د برنامې له اعلانه دمخه د سپارل شوي قضیو یوه برخه ده.

برسیره پردې، ددی اشخاصو سره کیدای شي د آلمان د فدرالي بشردوستانه داخلې پروګرام ته د سپارل شویو قضیو د لومړۍ کوچنۍ ډلې د یوې برخې په توګه د نورو اسنادونو د غوښتنو لپاره تماس نیول شوی وی.

RSF د افغانستان لپاره د آلمان د فدرالي بشري مرستو د نوي پروګرام د چټک غوښتنلیک او پریکړې کولو پروسې ملاتړ ته دوام ورکوي. په هرصورت، RSF د حکومت په برنامو کې هیڅ صلاحیت یا پریکړه کولو واک نلري.

د آلمان د حکومت له خوا د افغانانو لپاره د بشري مرستو د نوي پروګرام په اړه خبریالانو ته معلومات.

Frequently Asked Questions

پاملرنه:

د آلمان د بشردوستانه داخلې پروګرام ("Bundesaufnahmeprogramm für Afghanistan (BAP)") لا تر اوسه په بشپړه توګه کار نه کوي او انفرادي غوښتنلیکونه نه مني. تر اوسه پورې، د دې پروګرام لاندې هیڅ بشردوستانه ویزې نه دي صادر شوي.

د ۲۰۲۳ کال د مارچ په میاشت کې د آلمان حکومت د افغانانو لپاره د آلمان د بشري ویزو پروګرام او د نورو قانوني لارو له مخې یې آلمان ته د ویزو ورکولو پروسه د امنیتي کړنلارې د ارزونې په موخه وځنډول.

د ۲۰۲۳ کال د جون په ۲۶ نیټه د ویزې ورکولو بهیر بیا پیل شو او ټول افغان اتباع چې د دوی د قضیې په اړه مثبته پریکړه شوي، باید اوس په اسلام آباد کې د شخصي مرکې له لاری د امنیتی پروسې څخه تیر شي. په دې اړه نور معلومات د آلمان د بشري مرستو د پروګرام په ویب پاڼه کې لوستلی شئ.

په یاد ولرئ، دا پروګرام د چټک انتقال پروسه نه ده. د غوښتنلیکونو پروسس کول څو اونۍ یا څو میاشتو پورې وخت نیسي. د قبولی نوې پریکړې به په منظم ډول د برنامې په دریو کلونو کې ترسره شي. د یوې انفرادي قضیې لپاره، دا پدې مانا ده چې یو فرد ممکن تر 2025 پورې د حکومت لخوا ځواب ترلاسه نکړي.

حتی د لومړني تصویب وروسته ، د داخلې پروسه به احتمال څو میاشتې وخت ونیسي. که تاسو اوس مهال په خطر کې یاست، د آلمان حکومت نشي کولی ستاسو سره د سخت ګواښ په حالت کې مرسته وکړي.

نه

RSF کولی شي ژورنالیستانو ته مختلف ډوله مرستې چمتو کړي خو په دې شرط چې موږ وکولای شو د دوی ژورنالیستیکي شالید او هغه مفصل خطرونه چې دوی ته د دوی د رسنیو د کار په پایله کې ورسره مخ شوي مستند کړي. که تایید شي، تاسو ممکن د RSF ځانګړي ډول مرستې لپاره وړ اووسی (لکه لنډمهاله مالي مرستې، اداري ملاتړ). برسېره پردې، موږ کولی شو ستاسو قضیه مناسبو پروګرامونو ته راجع کړو، لکه د آلمان د بشردوستانه داخلې پروګرام. مهرباني وکړئ د دې برنامې معیارونو او شرایطو په اړه لاندې ولولئ.

پاملرنه: دا یو نوی برنامه ده چې پدې مرحله کې لاهم غوښتنلیکونه نه مني. د منظم او تازه معلوماتو لپاره د FAQ څخه لیدنه وکړئ

د آلمان د حکومت د رسمي معیارونو له مخې، د HAPA نوی پروګرام موخه د عدالت، سیاست، رسنیو، تعلیم، کلتور، سپورت یا ساینس او ​​​​د ښځو د حقونو په برخو کې د ثابت او ښکاره کاري بګرونډ لرونکي خلکو سره مرسته کول دي. پدې پروګرام کې هغه کسان هم شامل دي چې په زیان منونکو ډلو کې تعریف شوي.

یوازې هغه خلک چې په افغانستان کې له خطر سره مخامخ دي د HAPA پروګرام لپاره په پام کې نیول شوي دي. یوازې د یو ځانګړي مسلکي یا ټولنیزې ډلې پورې اړه درلودل په دې برنامه کې برخه اخیستو یا وړ کیدو لپاره کافي ندي او دا پروګرام به خورا سخته د انتخاب پروسه ولری. د دې لپاره چې ژورنالیستان د دوی د شرایطو او معیارو برابر وي، دوی باید دا ثابته کړي چې څنګه د دوی ژورنالیستیکي کار دوی په انفرادي ډول له خطر سره مخ کړي او ولې دوی نشي کولی په خوندي توګه په افغانستان کې پاتې شي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ د وړتیا او معیارونو لپاره د دولتي پروګرام ویب پاڼې لینک وګورئ.

مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې HAPA د عاجل انتقال پروګرام نه دی او د آلمان حکومت ممکن د غوښتنلیکونو د پروسس کولو لپاره څو میاشتې وخت ونیسي. HAPA ته انفرادي یا مستقیم غوښتنلیکونه اوس مهال نه منل کیږي.

هغه کسان چې مخکې له مخکی یی افغانستان پریښی او د خوندیتوب په لټه کې په دریم هیواد کې دي د HAPA په پروګرام کی نه شاملیږی. په هیڅ حالت کې موږ د دی وړاندیز نه کوو چې خلک دی بیرته افغانستان ته راستانه شی او د یو ډیرسخت انتخابی پروګرام کی د ګډون او شاملیدو لپاره دی ځان په خطر کې واچوي.

RSF د افغان ژورنالیستانو د واقعیتونو او حقیقي اړتیاوو سره د ښه سمون لپاره د پروګرام د تنظیمولو په برخه کې د آلمان د اړوندو چارواکو ملاتړ ته دوام ورکوي.

د RSF د مرستې غوښتنې په دې فورمه کې موږ تاسو ته د پوښتنو د لیست له لارې لارښوونه کوو ترڅو وګورو چې آیا تاسو ستاسو د ژورنالیستیکي فعالیتونو پر بنسټ تاسو ته د پیښ شوی ګواښونوله امله تاسو د RSFد مرستې لپاره وړ یاست که نه.

د دې فورمې ډکول د RSF ټیم یو کارمند ته اجازه ورکوي چې دا ارزونه وکړي چې آیا تاسو د آلمان د HAPA د انتقال پروګرام یا نورو دولتي پروګرامونو لپاره چې ممکن په راتلونکي کې پراختیا وموميوړ یاست که نه. RSF د مرستې غوښتنو په منځ کی د انفرادی غوښتنی نه غوره کوي یا لومړیتوب نه ورکوي، مګر هڅه کوي وړ خلک مناسبو چینلونو ته راجع کړي. مهرباني وکړئ د اضافي معیارونو لپاره پورته وګورئ.

مهرباني وکړئ په یاد ولرئ: یوازې د آلمان حکومت پریکړه کولی شي چې څوک د دوی د بشردوستانه داخلې برنامې لپاره وړ دي. یوازې له دی امله چې تاسو په افغانستان کې د ژورنالیست په توګه کار کړی د ویزې تصویب لپاره کافي دلیل نه دي. ګواښونهیا احتمالي خطرونه باید مستند شي چې مستقیم ستاسو د راپور ورکولو فعالیتونو او تاسو سره په شخصي توګه تړاو لري.RSF او نور غیر دولتي سازمانونه هیڅ واک نلري چې پریکړه وکړي چې څوک به د آلمان د حکومت لخوا قبولی واخلی.

RSF په فعاله توګه د یو ډیر شفاف او منصفانه پلان غوښتنه کوي ترڅو د نړیوالو ادارو لخوا د اګست په 2021 کې د ګډوډي ویستلو په جریان کې د ځینو غلطیو تکرار و نشی.

له بده مرغه، په آلمان کې حتی دیو کال نوي حکومت له تیریدو سره سره ، د 2022 په اکتوبر کې د بشري داخلی پروګرام د نوي پروګرام اعلان یو ځل بیا ناڅاپي او ناڅرګند و.

سره له دې، RSF پریکړه وکړه چې په افغانستان کې د ګواښ لاندې رسنیو او ژورنالیستانو د وضعیت په اړه د آلمان حکومت ته د مشورې ورکولو رول ته دوام ورکړي. په هرصورت، دا پدې معنی ندي چې زموږ مشورې به اوریدل کیږي. زموږ تر ټولو لوی انتقادونه دا دی:

  1. نوی پروګرام باید د هغو خبریالانو لپاره خلاص وي چې تیر کال د طالبانو له واکمنۍ وروسته دریم هیواد ته د امنیت لپاره تښتیدلي دي.
  2. د افغان مدني ټولنې لپاره بایدمعلوماتو ته وړیا لاسرسۍ لاره امکان ولريتر څو دوی ښه پوه شي چې څوک د دې پروګرام لپاره وړ دي او څوک نه دي. د آلمان د غیردولتي مؤسسو سره د تماس پرته د مستقیم غوښتنلیک استول باید ممکن وي.

RSF دا FAQ د افغان رسنیو دټولنې لپاره د آلمان د حکومت د پروګرام په اړه د نورو جزیاتو په چمتو کولو کې د مرستې لپاره رامینځته کړی.

 

نور مهم معلومات:

د آلمان د حکومت نوی پروګرام د ۲۰۲۱ کال د «بشري حقونو» په نامه د لیست دوام نه دی. دا به د تیر کال په شان د مخکی له مخکی خبرتیا نه پرته د انتقال د پروسی بندول تکرار نه کړي.

د 2021 کال په اګست کې، په ټول هیواد کې د رسنیو کارمندانو هڅه وکړه چې خپل نومونه د مختلفو نړیوالو حکومتونو په لیست کې واچوي. RSF په لنډ وخت کې هره ممکنه هڅه وکړه چې د هغو ژورنالیستانو نومونه پکې شامل کړي چې زموږ سازمان ته راغلی وو. وروسته له دې چې لیستونه وتړل شو، دوی بیا تر اوسه شروع شوي ندي. موږ پوهیږو چې

یوازې د آلمان حکومت په زرګونو بریښنالیکونه چې خلګو د وتلو غوښتنه کړېترلاسه کړي چې ځواب یې نه دی ورکړی.

د 2022 کال په خزان کې اعلان شوی نوی برنامه به زاړه غوښتنلیکونو ته چې پروسس شوي ندي پر کار ونکری . هیڅ "د انتظار کوم لیست" شتون نلري. د دی پروګرام نوي معیارونه لری دا پدې معنی دي چې هغه څوک چې تیر کال د ایستلو لپارهد معیار وړ وو یا هم نه وو پدی پروګرام کی به داسی نه وی، او برعکس. لطفا د نورو جزیاتو لپاره پورته وګورئ: معیارونه.

د آلمان د حکومت په پروګرام کې د داخلیدو لپاره ټول نوي غوښتنلیکونه په پیل کې د آلمان د مدني ټولنې د سازمانونو ("مجاز شوي سازمانونو") لخوا سپارل کیږي چې د افغانستان د بشري حقونو، رسنیو، قانون او زده کړې سکټورونو او همدارنګه په پایله کې د زیان منونکي ډلې له ګواښونو سره آشنا دي چک کیږي.

RSF به د خطر سره مخ د ټولو ژورنالیستانو د قضیو په معرفي کولو کی د دې پروګرام سره مرسته وکړي چې زموږ په سازمان کې د هیواد (افغانستان) متخصصینو لخوا تایید شوي. د سمو خلکو پیژندنه یعنی ارتباطاتو درلودل یا په یوه لوی رسنیزه اداره کې کار کول دی پروګرام ته د وړتیا لپاره شرط نه دی.تاسو ته دا هم ممکنه ده چې په دري ژبه خپل درخواست وکړئ، د انګلیسي ژبې د پوهیدلو ته خاصه اړتیا نشته. په یوه کوچني ښار کې د یوې کوچنۍ راډیو سټیشن مدیر که چېریوکولی شي وښیې چې څنګه یې دنده هغه په ​​خطر کې اچولې ده، ده ته به د تلویزیون په سکرین کې د یو لوی تلویزیون سټیشن د مشهور  خبرو ویاند په توګه چانس ورکول کیږي. کله چی یو شخص زمونږ لخوا حکومت ته ونومول شو، بیا زموږ اداره هیڅ کنټرول نلري چې څوک به د حکومت د انتقال پروګرام لپاره غوره شي او کله.

 

د آلمان حکومت د انتقال پروګرام لپاره د وړ کیدو اصلي دلیلونه په لاندې ډول دي:

  • ژورنالیستیک شالید
  • د انفرادي ګواښونو مستند شوي اسناد یا شواهد
  • په ټولنه کې لوړ شهرت او پوهه

مهرباني وکړئ پورته وګورئ ترڅو ومومئ چې کوم ډول اسناد غوښتل شوي دي.

نه

 

دا کوډ یوکوډ و چې د آلمان د دولتي ادارو لخوا په هغه وخت کې د مرستې غوښتنلیکونو پروسس کولو لپاره صادر شوی و، دا کوډ نه هغه مهال او نه هم اوس د قضیې شمیره استازیتوب کوي. په بل عبارت، دا کود باطل دی او نور نشي کارول کیدی.

RSF د ترلاسه شوي هرې غوښتنې په ډیر احتیاط او دقت سره بیاکتنه کوي. که د مرستې غوښتنه نیمګړې وي یا د اعتبار وړ نه وي، دا به پروسس نشي. ټول اسناد باندی کتنه کیږي، د هغوی د ضمانت په صفت ورکړل شوی خلګو سره اړیکه نیول کیږي او مشوره کیږي، او د خپرونو لینکونه به تایید شی. د اسنادو او لینکونو د بیاکتنې سربیره، RSFبه د محلي رسنیو او د رسنیو د ملاتړ سازمانونو سره مشوره وکړي او خپله څیړنه ترسره کړي.

هیڅ قضیه به هیڅ بهرني حکومت یا سازمان ته راجع نه شي چې د مسلکي شالید او ګواښ په بشپړ ډول نه وي څیړل شوی. کله چی یو شخص زمونږ لخوا حکومت ته ونومول شو، بیا زموږ اداره هیڅ کوم واک نلري چې چا ته به د حکومت د انتقال پروګرام لپاره لومړیتوب وړکړل شي.

نه

یواځی د RSFغړیتوب ، د RSF غړیتوب لپاره غوښتنه کول او/یا RSF ته پیسی ورکول تاسو د RSF مرستې لپاره نه وړ کوي یا تضمین کوي ​​​​چې RSF به ستاسو قضیه د آلمان د بشري مرستو پروګرام ته راجع کړي. موږ هره قضیه د سختو معیارونو او ستاسو د تایید وړ ژورنالیستیکي فعالیتونو او د دې فعالیتونو پورې اړوند ګواښونو پر بنیاد بیاکتنه کوو.

که ستاسو مسلکي فعالیتونه او ستاسو د خبرونو راټولولو فعالیتونو له امله ستاسو اوسني خطرونه تاسو د RSF مرستې لپاره وړ کړي، موږ دا خدمت وړیا وړاندی کوو.

هیڅ هغه کومه اداره یا "NGO" ته چی خپل د خدماتو لپاره د فیس یا پیسو غوښتنه وکړی به د آلمان د حکومت لخوا د غوښتنلیکونو د اداره کولو اجازه ورته ورنکړي.

نه

RSF خورا په واضح او په کلکه خبرداری ورکوي چې د هغه فرصت پرست یا جلبکارانو چې خپل د خدماتو لپاره فیس اخلي او د آلمان د ویزې په غوښتنه کولو کی د بریا ژمنه کوي قرباني نه شی. تر اوسه پورې د پروګرام لپاره د راجستر کولو هیڅ کومه لاره نشته. د جلبکارانو ته پیسی ورکول به ستاسو پروسه ګړندۍ نه کړي او د بریا تضمین نه کوي.او دا ممکن ستاسو ژوند له خطر سره مخامخ کړي.

کله چې د نوي درخواستیوپروسه شروع شی، ټول درخواستی به په ډیر دقت سره د آلمان د نادولتي موسسو او مدنی ټولنی موسسو(کوم چی په رسمي توګه جواز لري) لخوا تایید او کنټرول شی. د راجستر کولو لپاره به کومه چټکه او اسانه لار نه وي. که څوک خپل خدمتونه وړاندې کوي، ډیر محتاط اوسئ او خپل حساس معلومات مه ورکوئ او په هیڅ حالت کې د داسې "نماینده ګانو، جعلکارانو" سره مخامخ ملاقات مه کوئ.

که تاسو د جعلي ژورنالیست سند واخلئ، ډاډهاووسئ چې زموږ ټیم به په پوه شی او تاسو به په آلمان کې د "ژورنالیست" په توګه هیڅ کله ونه منل شي. هر هغه څوک چې پر جعلي اسنادوګیر شي په اوتومات ډول به له پروسی څخه د همیشه لپاره لرې شي.

نه

RSF په خورا واضح او عاجل ډول ټولو ته خبرداری ورکوي چې د فرصت پرستویا جلب کارانو قرباني نه شي. د آلمان د بشردوستانه داخلې پروګرام تر اوسه په رسمي توګه په کار نه دی پیل کری او کومه مثبته پریکړه نه ده شوې.

کله چې برنامه پیل شي او یو کس ته مثبت ځواب ورکړل شي، د آلمان د بهرنیو چارو وزارت استازی به د راتلونکو ګامونو په اړه د خبرو اترو لپاره ستاسو سره اړیکه ونیسي.

د مرستې لپاره به هیڅکله کوم فیس یا مصرف نه وي، یعنی په هیڅ توګه به کوم فیس نه غوښتل کیږي. که یو څوک ستاسو سره د ایستلو په اړه د مرستې یا معلوماتو وړاندیز کولو په اړه اړیکه ونیسي او د دوی خدماتو لپاره پیسې وغواړي، تاسو 100٪ ډاډه اووسی چې دا د آلمان د حکومت مشروع استازی نه دی.

 

د کډوالۍ د نړیوالو قوانینو له مخې، یوازې میړه (یا همجنسي شریکان) او د 18 کلونو څخه کم عمر لرونکي ماشومان "نږدې کورنۍ" ګڼل کیږي او د کورنۍ واحد په توګه د ویزې وړ دي.

د کورنۍ د نورو غړو لپار: د دوی هوساینې او خوندیتوب ته که چیری ګواښ وی دا ګواښ باید په قانع کوونکي ډول د درخواست کوونکی شخص سره مستقیم تړاو ولري. په ډیر کم قضیو کې استثناوې شاید ممکن وي. د لا زیاتو معلوماتو لپاره لاندې لینک وګورئ  Federal Admission Program for Afghanistan’s FAQ..

نه. د انتقال دغه نوی پروګرام د هغو خبریالانو د کورنیو لپاره نه دی جوړ شوی چې مخکې له دې له هیواده انتقال شوي دي.

 

مګر، ممکن نورې لارې وي:

  • د کورنۍ بیا یوځای کیدل به یوازې د الف) همسر او ب) د 18 کلونو څخه کم عمر لرونکي ماشومانو لپاره امکان لری. مهرباني وکړئ قانوني مشوره وغواړئ.
  • د کورنۍ هغه غړي چې په هیواد کې پاتې دی او په مستقیم ډول ستاسو د ژورنالیستیکي مسلک د فعالیتونو له امله له خطر سره مخ دي کیدای شي د آلمان حکومت ته د داخلیدو لپاره قضیه درج کړي. مهرباني وکړئ قانوني مشوره وغواړئ.
  • د آلمان د حکومت لخوا د افغانانو لپاره د بشردوستانه داخلې پروګرام: که ستاسو د کورنۍ غړي وکولای شي د خپل مسلکي وضعیت پورې اړوند خپل د خطر فکتور څرګند کړي، دوی کولی شي په جلا توګه غوښتنه وکړي (د بیلګې په توګه یوه بالغه لور چې د ښځو د حقونو فعاله وي پخپله پروګرام ته د داخلیدو غوښتنه کولی شي. ). مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې دا برنامه اوس مهال هیڅ انفرادي غوښتنې نه مني؛ یوازې د آلمان د حکومت لخوا تصویب شوي مدني ټولنې ډلې کولای شي انفرادي نومونه پروګرام ته معرفی کړي مګر د پریکړې نیولو په پروسه کی برخه نه لری.